دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 281832
د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په شپه «قوس ۱۶» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د بشریت د ودې او پرمختګ په برخه کې د ګډو لارو چارو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، جیلاني ویلي، اسلام اباد له نړیوالې ټولنې سره په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري لپاره پر خپلو ژمنو پابند دی.
 
تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له لوېديځ سره د خپلې ليدنې اعلان کړى و.
 
دراني په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې.
 
په ورته وخت کې ټام ویسټ د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې د اګست په ۱۵مه به د پاکستان په ګډون څو هېوادونو ته خپل لس ورځنی سفر پیل کړي.
 
هغه وویل، د خپل سفر موخه یې له امریکايي همکارانو سره لیده کاته او د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري مسایلو خبرې کول دي.
https://avapress.com/vdcjtve88uqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته