دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 281845
مجاهد د امریکا لخوا د اسلامي امارت د دوو چارواکو د بندیزونو په غبرګون کې:

امریکا د بشری حقونو له سترو سرغړونکو څخه ده

امریکا د بشری حقونو له سترو سرغړونکو څخه ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا له لوري د اسلامي امارت پر دوو چارواکو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، په داسې حال کې چې امریکا پخپله د اسرائیلو د ملاتړ له امله د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی دی. دا نور د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي او بیا بندیزونه لګوي، د دوی په وینا، دا د امریکا له لوري غیر عادلانه او غیر منطقي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د خزانې وزارت د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د بشری حقونو د سرغړونو په تور په نهو هېوادونو کې پر ۲۰ کسانو بندیزونه لګولی دی.

په دغه نوملړ کې د اسلامي امارت د امر به معروف و نهی از منکر د سرپرست وزیر او د اسلامي امارت د علومو اکاډمۍ د رئیس نومونه هم شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د اسلامي امارت د دغو دوو چارواکو کړنې افغان میرمنې له خپلو حقونو بې برخې کړي او د زده کړو د دوام مخه یې نیولې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا د اسلامي امارت پر دوو چارواکو (شیخ فرید الدین محمود او شیخ محمد خالد حنفي) د بندیزونو لګول غندو.

هغه زیاته کړه، فشارونه او بندیزونه د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.

مجاهد ویلي، که څه هم امریکا د دا ډول ناکامو کړنو تاریخ لري، خو باید خپلې ناکامې تجربې تکرار نه کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: په داسې حال کې چې امریکا پخپله د اسرائیلو د ملاتړ له امله د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي بلل کیږي، پر نورو د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي او بیا پرې بندیزونه لګول د اسلام له اړخه بې منطقه او غیر منطقي دي. 
https://avapress.com/vdcdof0xkyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته