دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 282033
په هلمند ولایت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د دې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو په تېره يوه مياشت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند ځلاند حقبیان ویلي چې د دې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو په تېره یوه میاشت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

هغه زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه ١١٧ تنه د غلا په تور، ١٤ تنه د اخلاقي فساد په تور د ٣١ تنو د وژنې او پاتې نور يې د جېب وهلو، غصب او برېښنايي جرايمو په تور نيول شوي دي.

حقبیان دغه راز زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه ١٧ موټرسايکلونه، يو موټر، اته موبايلونه، ٤٦٠٩٠٠ پاکستانۍ کلدارې، ٢٥٠٠ افغانۍ او اووه د سولر تختې هم ترلاسه شوي دي.
https://avapress.com/vdcdsx0xsyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته