دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 282451
السیسي یو ځل بیا د مصر ولسمشر پاتې شو
د مصر د ولسمشریزو ټاکنو کمیسیون د ۸۹،۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره عبدالفتاح السیسي د ولسمشرۍ د نوې دورې لپاره بریالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د مصر د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی، چې د مصر اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ۸۹،۶ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی. .

په دې توګه به ۶۹ کلن السیسي د دریم ځل لپاره د مصر ولسمشر شي.

الجزیرې هم راپور ورکړی چې عبدالفتاح السیسي یو ځل بیا د مصر انتخابات وګټل.

دا په داسې حال کې ده چې السیسي په ۲۰۱۳ کال کې د محمد مرسي د کودتا له لارې واک واخیست.
https://avapress.com/vdchminiz23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته