دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 282517
په پنجشېر کې څه باندې دوه زره قراط زمرد د څه باندې ۱۲۳ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي دوه زره او ۱۱۸ قراط زمرد د (۱۲۳۴۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (سه شنبه، د قوس ۲۳مه) د وزارت له خوا په یوه خبر پاڼه کې راغلي چې د زمردو دغه اندازه په "داوطلبی" کې پلورل شوې ده.
 
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دې داوطلبۍ کې د زمردو پلور د "شفافیت" او "کریسټال کولو" پر بنسټ ترسره شوی دی.
 
باید وویل شي، چې دغه داوطلبۍ د ۷۰ کورنیو سوداګرو په حضور کې ترسره شوې.
 
دا اتم ځل دی چې اسلامي امارت د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي زمرد پلوري.
 
د کارپوهانو په اند، د پنجشېر زمرد کانونه په نړۍ کې تر ټولو ښه زمرد لري.
https://avapress.com/vdca6unu049nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته