دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 282813
برتانوي پوځ: پخواني سرتېري به په افغانستان کې د جنګي جرمونو په څېړلو کې مرسته کوي
د برتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال سر پاټریک سانډرز د دغه هېواد پخوانیو پوځیانو ته امر کړی چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژل کېدو په اړه د ادعاوو په څېړلو کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ټلګراف انګلیسي ورځپاڼي د جدی په ۲ مه خبر ورکړ چې سانډرز دغه غوښتنه خپلو سرتیرو ته په یوه لیک کې کړې ده.
 
هغه خپلو سرتېرو ته ویلي چې داسې اسناد وسپاري چې د دغو تورونو په څېړلو کې مرسته وکړي.
 
هغه دا ډول لیک د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې میشتو ټولو برتانوي سرتیرو ته استولی دی.
 
جنرال سنډرز وویل: "زه غواړم تاسو ته دا واضح کړم چې زه د دې تحقیقاتو بشپړ ملاتړ کوم، او زه د اردو له ټولو غړو څخه غواړم چې د تحقیقاتو ملاتړ او همکاري وکړي."
 
سانډرز له خپلو ټولو سرتیرو څخه غوښتي دي چې د محرم راپورونو او د جګړې عکسونو په ګډون داسې معلومات پټ نه کړي چې د تحقیقاتو سره مرسته وکړي.
 
تر دې مخکې د بريتانيا د دفاع وزارت اندېښنه ښودلې وه چې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه به د څېړنو لپاره د اسنادو په برابرولو کې همکاري ونه کړي.
 
دا پلټنه د روان کال په لومړیو کې وروسته له هغې پیل شوه چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ ملکیان په مشکوکو شرایطو کې ووژل.
https://avapress.com/vdcjv8e8tuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته