دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 282911
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د رسنيو له استازو او ايراني خبريالانو سره په کتنه کې وويل:

د افغانستان او ایران اړیکې د مشترکاتو له امله نه ماتیدونکي دي/ د نجونو تعلیم د دوی مشروع حق دی

د افغانستان او ایران اړیکې د مشترکاتو له امله نه ماتیدونکي دي/ د نجونو تعلیم د دوی مشروع حق دی
دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ايران د اسلامي جمهوريت د رسنيو له استازو، خبريالانو او د رسنيو د کارپوهانو له يوه پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې د مشترکاتو له امله نه ماتيدونکي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د نجونو تعلیم د دوی مشروع حق دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو سره ژر تر ژره د دوی پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د رسنیو د استازو، خبریالانو او د رسنیو د کارپوهانو د یوه پلاوی په مشرۍ د دغه وزارت د سیاسی مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې ستانکزي د افغانستان او ایران اړیکې د دین، کلتور او عنعناتو له مخې نه جبرانېدونکي او اړینې وبللې او زیاته یې کړه، چې افغانستان او ایران هغه دوه هیوادونه دي چې د نړیوالو هیوادونو تر منځ له محدودیتونو سره مخ دي او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره په ازاده توګه تجارت نه شي کولای، نو دواړه هیوادونه کولای شي چې خپل منځ کې تجارت او ټرانزیټ پراخ کړي او له یو بل سره ښې او صادقانه اړیکې ولري.

ښاغلي ستانکزي وویل چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له نورو ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې غواړي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

هغه زياته کړه، چې اوس افغانستان د يوه پياوړي مرکزي حکومت په درلودلو سره په بشپړ ډول خوندي دى، اداري فساد له منځه وړل شوى، د کوکنارو د کښت او قاچاق مخه نيول شوې او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ده د نجونو د زده کړو په اړه وويل چې د نجونو زده کړه د دوى مشروع حق دى او په دې برخه کې زموږ هلې ځلې دوام لري چې ژر تر ژره د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره دروازې پرانيزي.

نوموړي د رسنيو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل، چې د دواړو هېوادونو رسنۍ کولاى شي په ګډ تفاهم سره حقايق درک کړي او د افغانستان واقعي انځور د خپلو خلکو په ګډون د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي ویلي، چې د افغانستان حقایق به د رسنیو له لارې له خلکو او نړیوالې ټولنې سره شریکوي.
https://avapress.com/vdcizrarzt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته