دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 282937
چارواکي: د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو په کانونو کې شل زره کسان په کار بوخت دي
د شمال د ډبرو سکرو تصدي چارواکي وايي، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو په کانونو کې شل زره کسان په کار بوخت دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شمال د ډبرو سکرو شرکت مسؤلین وایی چې دغه کسان په بېلابېلو څانګو کې په کار بوخت دی.

د باختر دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د هېواد په شمالي ولايتونو کې د ډبرو سکرو ١٠٢٨ کانونه شتون لري.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې ۳۳ کانونه د اسلامي امارت په واک کې دي او هره ورځ ترې زرګونه ټنه سکاره استخراجیږي.

د افغانستان د لویو ښارونو اوسیدونکي په سړه موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ډبرو سکرو څخه کار اخلي.

د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کول د کارګرانو ژوند له خطر سره مخ دی او په تېرو کلونو کې په دغو کانونو کې مرګونې پېښې رامنځته شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اسلامي امارت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې په لسو میاشتو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۱۳ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
https://avapress.com/vdcgwx9xuak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته