دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 272371
چارواکي: د اختر په ورځو کې به د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو امنیت ټینګ شي
د بلخ، کندز او تخار ولایتونو سیمه ییزو او امنیتي چارواکو د راتلونکي اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړی او وايي چې ټول اړین امنیتي تدابیر یې په جدي توګه نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز د لوی اختر په مناسبت اعلان کړی چې د دغه ولایت والي محمد یوسف وفا پرون د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې او د امنیت پر تامین باندې ټینګار وکړ او د دغه ولایت له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره جدي تدابیر ونیسي.
 
د دې تر څنګ د تخار امنیه قوماندان نصرالله حذیفه هم نن دوشنبه (سرطان ۵) د یوې غونډې پر مهال وویل، چې د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په موخه جدي تدابیر نیول شوي او ټولې امنیتي برخې آماده دي.
 
هغه زياته کړه، چې د تخار ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې ټولو امنيتي مسوولينو ته امر کړى، چې د امنيت په ټينګښت کې جدي واوسي.
 
حذیفه وویل، هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې د اختر په ورځو کې امنیت ګډوډ کړي.
 
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار هم وويل: امنيتي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي، څو خلک په بشپړ امن کې اختر تېر کړي.
 
لوى اختر ته دوه ورځې پاتې دي او د هېواد په شمال کې خلک اختر ته په تياريو بوخت دي او له مسوولينو يې هم د اختر په ورځو کې د امنيت د ټينګښت غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdchqiniz23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته