دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 283099
قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو له کړنلارې سره سم د «ترهګرو ډلو» له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم ایستلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي ایبیک سامدیروف د جمعې په ورځ( د جدی ۸ مه) له قزاقستاني رسنیو سره په خبرو کې دغه موضوع مطرح کړه.
 
د قزاقستان دغه چارواکي ویلي چې هېواد یې دا پرېکړه له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د کړنلارې په پام کې نیولو سره کړې ده.
 
ویل کیږي چې د قزاقستان حکومت هر کال تر بندیزونو لاندې د ترهګرو ډلو نوملړ تازه کوي.
 
صمدیاروف وویل: قزاقستان په منظم ډول د قزاقستان جمهوریت کې د منع شویو ترهګرو سازمانونو ملي لیست معاینه کوي ترڅو تازه کړي. د دې پروسې د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې له دې څخه د اسلامي امارت د ایستلو پریکړه وشوه.
 
دغه قزاقستانی چارواکی همدا راز زیاته کړې، چې اوس مهال اسلامی امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په رسمیت پیژندل شوی تروریستی سازمانونو په لست کې نه دی.
 
قزاقستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شي.
https://avapress.com/vdcgyw9xyak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته