دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 283108
اذربایجان به په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانیزي
اذربایجاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «رپورټ» په نوم یوې اذربایجاني رسنۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په حواله خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د فعالولو د دقیق وخت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد پارلمان د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشتې په ۳۰ مه نېټه په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د جوړېدو منظوري ورکړه.

هغه مهال د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې هرکلی کړی و، خو تر اوسه په کابل کې د دغه هېواد سفارت نه دی فعال شوی.
 
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۸ د دغه هېواد ولسمشر الهام ناریمان اوغلو محمدوف په افغانستان کې د دغه هېواد د سفیر په توګه وټاکه.

اسلامي امارت تر اوسه په کابل کې د اذربایجان د سفارت د فعالولو په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdchvxni623n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته