دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 283329
په تیره میاشت کې ۳۴۶۳ د تیلو ټانکرونو کیفیت تثبیت شوی دی
د ملي سټنډرډ ادارې چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې ۳۴۶۳ ټانکرونه چې نفتي مواد یی لېږدول کیفیت یې تثبیت شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د روان کال د غويي په میاشت کې ۳۴۶۳ ټانکرونه چې د سل زره ټنو په وزن نفتي مواد باروي د هیواد په بندرونو کې د کیفیت له پلوه تثبیت شوي دي.

د نفتي توکو د کيفيت د ټينګښت موخه هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکي نفتي توکو د واردولو مخنيوى، د هېوادوالو د روغتيا او خونديتوب او د مصرف کوونکو د ګټو تامينول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د سکارپیو په میاشت کې د دغې ادارې له خوا د ۷۰۱ زره ۹۷.۸۶ ټنو وزن په لرلو سره ۳ زره ۹۱۶ باروړونکي توکي د ملي سټنډرډ ادارې له خوا تایید شوي وو.
https://avapress.com/vdcci1qio2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته