دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 283394
د هرات والي په افغانستان کې د سترو پروژو په جوړولو کې د ایران د همکارۍ ستاینه وکړه
د هرات والي نوراحمد اسلام جار د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت له سلاکار سره په کتنه کې په افغانستان کې د لویو پروژو د جوړولو په برخه کې د ایران د همکاریو قدرداني وکړه او دا یې د اړیکو د ښه والي لپاره مهم وباله.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات والي نوراحمد اسلامجر نن سه شنبه (د جدی ۱۲ مه) د افغانستان په چارو کې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت له سلاکار سید حسین میرشفیع سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان په چارو کې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت سلاکار سید حسین میرشفيع وویل: ایراني سوداګر او پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د کانونو، د سړکونو د بیارغونې او سوداګریزو کارونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ايران د اسلامي جمهويت دغه چارواکي د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغې پروژې د تطبيق بهير لا هم دوام لري.

له بلې خوا د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر په دې کتنه کې وویل: له هرات سره د ایران سوداګریزې اړیکې او ارتباطات ښه دي او تمه ده چې لا پراختیا ومومي.

د هرات والي هم د لويو پروژو په جوړولو کې د ايران همکاري يو ښه ګام وباله او ويې ويل؛ د پروژو پلي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.
https://avapress.com/vdceox8wejh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته