دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 283438
په کابل کې د پنځوس میلیونه ډالرو په لګښت د څارویو د مسلخ پرانیستل شوه
د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څارویو د روغتیا ساتنې لومړنی معیاري مسلخ چې د کابل په ختیځ کې د یوه خصوصي شرکت له خوا جوړ شوی، نن پرانیستل شو. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي د دغه مسلخ د پرانیستې په مراسمو کې وايي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مسلخونه جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (جدی ۱۳) په کابل کې د شمس ترین د شرکت له خوا د لومړی لوی مسلخ د پرانستي مراسم د اسلامی امارت د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول. 

د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړي صحي مسلخ د پرانېستې په مراسمو کې چې د کابل په ختیځ کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره په کار پیل وکړ، وايي چې په بېلابېلو برخو کې د مسلخونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د دغې غونډې د پرانستلو په څنډه کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست ملا خورشید اکبر د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې په تېرو کلونو کې هېوادوال د صحي او کیفیت لرونکي غوښو د کارولو څخه محروم وو.

هغه زياته کړه، چې په ډېرو قصابانو کې د غوښې په وېش کې د خلکو روغتيا ته پام نه کېږي او دا کار په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل شوى دى.

د هغه په ​​وينا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پرېکړه کړې، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مسلخونو د جوړولو چارې پيل کړي.

ملا خورشید اکبر زیاته کړه چې د کابل ښار نفوس ته په کتو سره به د ۷-۸ مسلخونو په جوړېدو سره د خلکو د کیفیت او سالمې غوښې اړتیا پوره شي.

د کرنې وزارت د سرپرست د دفتر رییس وايي، دغه مسلخ د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې جوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به په کابل ښار کې د مسلخونو بېلابېلې ادارې پرانېستل شي.

هغه دا هم وويل، چې د خلکو ترمنځ د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي لپاره د معياري مسلخونو جوړول مهم دي.

د اسلامي امارت د کرنې وزارت دغه چارواکي ویلي چې د مسلخونو او قصابانو په دفترونو کې د غوښې بیې یو شان دي، او زیاته کړې یې ده چې هیوادوال دې له صحي او کیفیت لرونکي غوښې څخه استفاده وکړي.

د شمس ترين د شرکتونو مسوولين هم وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د دغه ډول مسلخونو جوړول د هېوادوالو يوه عاجله اړتيا ده او هڅه کوي، چې د کابل په بېلابېلو سيمو کې خپلې ادارې زياتې کړي.

د شمس ترين ګروپ د مسلخونو يوه کارکوونکي محمد شکيب د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل: "دا ډول مسلخونه د خلکو د روغتيا لپاره ګټور دي، هغه غوښه چې موږ يې ورکوو، صحي او ښه کيفيت لري."

د هغه په ​​وينا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دوى د محصولاتو د پروسس او عرضې چارې په جدي توګه څاري.

هغه وايي، ښاريان بايد د اړتيا وړ غوښه له مسلخونو څخه واخلي.
https://avapress.com/vdcdss0xjyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته