دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 283493
په یوه میاشت کې په پلازمېنه کې د ۳۲۰ جنایي پېښي ثبت شوي
د کابل امنیه قومانداني وايي، په تېره یوه میاشت کې په پلازمېنه کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي او د دغو پېښو په تړاو ۲۵۷ کسان نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ډاډ ورکوي، چې په پلازمینه کې د جنایي جرمونو د مخنیوي هڅې به دوام ولري.

ښاغلي ځدراڼ طلوع نیوز ته ویلي: "په تېره یوه میاشت کې د کابل په امنیه قومندانۍ کې شاوخوا ۳۲۰ جنایي قضیې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه مو ۲۵۷ تنه نیولي او په تېره یوه میاشت کې د قتل ۱۲ قضيې ثبت شوې دي."

په ورته وخت کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي، چې د جنايي پېښو له زیاتوالي اندېښمن دي، د امنیتي بنسټونو له مسوولینو څخه غواړي، چې د دا ډول پېښو د تکرار مخه په ښه توګه ترسره کړي.

د پلازمېنې اوسېدونکي ټینګار کوي چې د هدفي وژنو مخه باید ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پلازمېنې په بېلابېلو سيمو کې د ناپېژانده وسله والو له خوا د هېواد يو شمېر وګړي وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdceox8wxjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته