دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 283554
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ کچه به هره ورځ ۹۰۰ لاریو ته لوړه شي
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان او افغانستان د پولو مدیریت کمیټې په تورخم کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په کچه کې د ورځې ۹۰۰ لاریو پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: له پاکستان څخه خپرېدونکې «بزنس ريکارډ» ورځپاڼې په دې غونډه کې د لاریو د ترخیص بهیر په اړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد د ځنډ او مالي زیانونو لامل کېږي، ویلي دي چې په اړه خبرې اترې ترسره شوې.

د آریانا نیوز د راپور له مخې پاکستاني چارواکو له افغانستانه غوښتي چې د بار وړونکو موټرو د ترخیص وخت دې راکم کړي څو دواړو غاړو ته د موټرو د اوږدو کتارونو مخه ونیول شي. دا وقفه د سهار له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې پلي کیږي.

په همدې حال کې د پاکستان یوه چارواکي محمد رضوان ویلي چې په تورخم کې به د بار وړونکو موټرو د ژر ترخیص لپاره په راتلونکو میاشتو کې یو نوی اسکنر نصب شي.

تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو لارو څخه دی او سوداګرو په وار وار له دې لارې د موټرو د تګ راتګ د بهیر له سستوالي شکایت کړی دی. له بلې خوا پاکستان هر وخت په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو پر مالونو ناقانونه بندیزونه او خنډونه جوړوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاریو د ترافیکي نظم د ګډوډولو لامل ګرځي.
https://avapress.com/vdccp1qi02bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته