دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 283634
له پاکستانه نږدې ۶۰۰ افغان کډوال په زوره ایستل شوي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو وروسته اعلان وکړ چې تېره ورځ ۵۴۲ کډوال هېواد ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې شاوخوا ۵۴۲ افغان کډوال بیرته هیواد ته داخل شوي دي.

د مهاجرینو د چارو وزارت زیاتوي، چې یاد شوي کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک له پولو له ویستلو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي چارو ریاست چارواکي وايي، په راستنو شویو کډوالو کې کورنۍ هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ د چنګاښ په ١٥مه يو راپور خپور کړ چې په کې راغلي چې د ناامنۍ، بې ثباتۍ او د چاپېريال ناورينونو او همدارنګه له اقتصادي پلوه د انفلاسيون د انډول له امله اړتياوې لا هم مخ په زياتېدو دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په افغانستان کې د کډوالو د وضعیت د هواري لپاره ۴۳.۴۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې له دې جملې څخه ۸.۴۳ میلیونه ډالر به په پاکستان کې پر کډوالو ولګول شي.
https://avapress.com/vdcbffb5arhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته