دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 283815
په هیواد کې د بهرنیو سیلانیانو د اسانتیا لپاره د ځانګړو هوټلونو جوړول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د اسانتیا په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ځانګړي هوټلونه جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په هرات کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې دغه هوټلونه به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې جوړ شي.

ښاغلی خیرخواه په افغانستان کې ټولیز امنیت او د بهرنیو سیلانیانو زیاتوالي ته په اشارې سره وايي، وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې سیلانیانو ته خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې په ټول هېواد کې د امنیت له تامین سره افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
https://avapress.com/vdccs1qip2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته