دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 283862
د هیواد د صنعت د ودې په موخه؛ د ځينو توکو ګمرکي تعرفه لوړه شوې ده
د مالیې وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت موخه د هېواد د صنعت سکتور وده ده. په ۹ وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه اقدام د تعرفې د کمیټې په پنځمه غونډه کې وشو.

حقمل زياته کړه، چې په دې پرېکړه ليک کې لسګنا تختې، د فولادو مېخونه، اغزن تار، سلفر، د مينځلو پوډر او يو شمېر نور وارداتي توکي شامل دي.

د مالیې وزارت ویاند څرګنده کړه چې دغه طرحه به د دغه وزارت د رئیس له منظورۍ وروسته په ټولو ګمرکونو کې تطبیق شي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دولت د عوایدو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر پر ځینو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، حکومت پر دغو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې، په داسې حال کې چې دغه محصولات په افغانستان کې هم تولیدېږي.

خو یو شمېر پانګوال د مالیې وزارت د دې اقدام هرکلی کوي او د ګمرکي تعرفې لوړېدل په هېواد کې دننه د صنعت کارانو او صنعتکارانو په ګټه ګڼي.

د اوسپنې د خړوبولو او د فولادو د تولید د شرکتونو رئیس عبدالناصر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې په هېواد کې د اوسپنې د خړوبولو ۴۲ شرکتونو څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغو شرکتونو افغانستان د سیخ ګل او نورو فلزاتو په تولید کې پر ځان بسیا کړی دی.

رشتیا ټینګار وکړ چې حکومت باید د ورته توکو د واردولو مخه ونیسي یا لږ تر لږه سل په سلو کې مالیه ورکړي ترڅو کورنیو شرکتونو ته د کار زمینه برابره شي.

د اوسپنې د استخراج او فولادو د تولید د شرکتونو مشر ټینګار وکړ، چې له بلې خوا به د اسلامي امارت په دې اقدام سره د هېواد صادرات زیات شي او صنعتکاران به د اقتصادي ودې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د روپ او کیچپ فابریکې مالک اکبر هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: "موږ د حکومت له دې اقدام څخه راضي یو، خدای دې وکړي چې په دې برخه کې نور جدي ګامونه پورته کړي."

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ د دوی فابریکې کولی شي په ورځ کې تر یو ټن پورې تولید وکړي او د خلکو د غوښتنې په صورت کې دوی کولی شي دا شمیر زیات کړي.
https://avapress.com/vdcepx8wwjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته