دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 283988
افغان کورنۍ د خوراکي توکو د چمتو کولو او د خپلو کورونو د تودولو کې یو انتخاب لری
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې سږني ژمي کې افغان کورنۍ د خوراکي توکو د چمتو کولو او د خپلو کورونو د ګرمولو ترمنځ یو انتخاب لری.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی.
 
دغه بنسټ ویلي دي: «د افغانستان په سخت ژمي کې کورنۍ باید د خپلو کورونو د تودوخې او د خپلو ماشومانو د تغذیې تر منځ یو انتخاب وکړي. "WFP په افغانستان کې د خورا زیان منونکو خلکو سره د مرستې لپاره خورا مهم خواړه چمتو کوي چې له سخت یخنۍ څخه ژوندي پاتې شي."
 
په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې خوراکي توکو ته د خلکو د زیاتېدونکي اړتیا په اړه اندېښمن دی، دغه سازمان اړ شو چې د بودیجې د نشتوالي له امله په ۲۰۲۳ کال کې له لسو میلیونو اړو کسانو سره مرستې بندې کړي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي چې په افغانستان کې د ټولو اړو کسانو په ګډون به شاوخوا ۷۳ سلنه به تر ۲۰۲۴ کال پورې د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام په هېواد کې له اړمنو کورنيو سره د مرستې په برخه کې تر ټولو فعاله اداره ده.
https://avapress.com/vdcdjs0xjyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته