دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 284208
په هرات کې نوی روغتون جوړیږي
د هرات والي نوراحمد اسلام جار د هرات د عامې روغتیا ریاست د اقتصادي او روغتیايي ستونزو پر حل کولو ټینګار کوي او وايي چې په راتلونکي کې به په دغه ولایت کې یو نوی روغتون جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات والي د عامې روغتیا، بهرنیو اړیکو، اقتصاد، هرات د حوزوي روغتون د مسوولینو او ډاکټرانو په شتون کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو سره وکتل.

په دې غونډه کې د هرات د عامې روغتيا مسوولينو د هرات د حوزوی د روغتون په ګډون د روغتيايي سکتور ستونزې مطرح کړې او دغه مهم سکتور ته يې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د روغتيايي چارواکو په وينا، دغه روغتون ته هره ورځ د لوېديځو ولايتونو ګڼ شمېر ناروغان ورځي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې د ورځې د ۲۰۰ ناروغانو د درملنې په هدف جوړ شوی، خو اوسمهال په کې هره ورځ ۱۰۰۰ ناروغان تداوي کېږي.

په همدې حال کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار له همکارو بنسټونو وغوښتل چې د آسانتیاو په برابرولو سره د هرات د روغتون په پیاوړتیا کې ورسره همکاري وکړي.

دهرات والي دغه راز وويل چې داسلامي امارت دمنسوبينو په هلوځلو سره دمدني روغتون داقتصادي او روغتيايي برخو ستونزې هوارې شوې او په پام کې ده چې په راتلونکي کې په هرات کې يو نوى روغتون هم جوړ شي.

په دې کتنه کې د نړيوالو روغتيايي موسسو مسوولينو هم ژمنه وکړه چې د هرات د حوزوی د روغتون په سمبالولو کې به همکاري کوي.
https://avapress.com/vdcjyxe8ouqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته