دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 284369
د پنجشېر زمرد اوه زره قیراط د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د ۱۱م ځل لپاره یې د پنجشیر له کانونو څخه استخراج شوي اوه زره ۴۳۰.۳ قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشیر اوه زره او ۴۳۰.۳ قیراط زمرد په ټولیز ډول په ۱۴۲ زره ډالره په «داوطلبۍ» پلورل شوي دي.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې تر دې دمه یې له ۳۴ زره ۲۰۷ قیراط څخه زیات د پنجشیر زمرد په دوه میلیونه ۶۱۳ زره ۵۰۰ ډالرو پلورلي دي.

وزارت ویلي، چې د زمرد د بیې لس سلنه برخه اسلامي امارت پلورلې او پاتې برخه به یې قراردادي شرکتونو ته ورکړي.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي دي چې د پنجشیر د زمرد کانونو استخراج لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
https://avapress.com/vdch-kniw23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته