دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 284654
د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه ۲۶۵۹ اسراییلي افسران او پوځیان ټپیان شوي دي
د اسرائیلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دې رژیم د شپږو افسرانو او پوځیانو د ټپي کېدو اعلان وکړ، چې د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې ۲۶۵۹ افسران او پوځیان ټپیان شوي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۰۳ یې پر غزې د ځمکنیو بریدونو له پیله وروسته دي.
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې انټرنیشنل سرویس لیکلي: "د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د شپږو افسرانو په وژل کیدو سره په غزه کې د ټپیانو شمیر ۲۶۵۹ تنو ته رسیدلی دی."

د اسرائیلو پوځ زیاته کړه: د اکټوبر له اوومې راهیسې ۴۰۷ افسران او پوځیان د غزې په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته تر درملنې لاندې دي او د ۴۸ تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د صهیونیسټي پوځ د اعلامیې له مخې؛ 692 کسان ډیر ټپیان شوي او 1562 لږ ژوبل شوي دي.
https://avapress.com/vdcene8wejh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته