دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 284719
په تېر کال کې تر یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او معافیت له مشرې شوکو شیموزاوا سره په لیدنه کې ویلي، چې تېر کال له یو میلیون ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د میرمن شوکو شیموزاوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر سره وکتل.

ویل کیږي، چې په دې کتنه کې مېرمن شیموزاوا چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه کابل ته راستنه شوې ده، د خپل سفر جزئیات د کډوالو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

دغه راز د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي له قوله راغلي، چې نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د کډوالو کارتونه دې نوي کړي او له افغان کډوالو سره دې په درنښت چلند وکړي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست له افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان له همکاریو مننه وکړه او له اسلامي امارت سره یې د دغه سازمان پر همغږي ټینګار وکړ.

د يادونې ده، چې پاکستان له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پيل کړې ده.
https://avapress.com/vdcgqt9xyak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته