دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 284945
په پنجشیر کې ۳۸ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پنجشېر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې صندوق په مالي مرسته ٣٨ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې چې د اسلامي امارت د سیمه ییزو ارګانونو د مسؤلینو او د ادارو د استازو په حضور کې ترسره شول، د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم ډاډ ورکړ چې د پنجشیر په کچه د ساختماني او پرمختیایي پروژو د جوړولو په اړه د اسلامي امارت د ژمنې خبر ورکړ.

د پنجشېر د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس مولوي شيرعلي مژون وويل، دغه پروژې چې موږ يې د عملي کېدو شاهدان يو، په پنجشېر کې د څه باندې ٧٣ ميليونه افغانيو په لګښت د افغانستان د ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام "CHA" له لارې جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د اوبو رسولو، کرنې، ترانسپورت، ساختماني او ټولنيزو مرستو هغه برخې شاملې دي چې په دې وروستيو کې د شاتول او پنجشېر په آبشار ولسواليو کې جوړې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پنجشېر په يو شمېر ولسواليو کې پراختيايي پروژې پلې شوې وې.
https://avapress.com/vdchkknim23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته