دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 284984
روغتیايي چارواکو په بدخشان کې د شري ناروغۍ ۹۵ سلنه کموالی اعلان کړی دی
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ماشومانو د شري په پېښو کې ۹۵ سلنه کموالی اعلان کړی دی. د دې ادارې مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د شري ۵۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: بدخشان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤول محفوظ سلطاني په دې اړه وویل: "له نېکه مرغه سږ کال د شري ناروغۍ ډېرې کمې پېښې شوې دي، چې له کلینیکي پلوه په څو پېښو کې محدودې دي."

د روغتیایی چارواکو په وینا، دا شمیره به په 2022 کې له 8,700 څخه ډیرو پیښو ته ورسیږي.

د بدخشان د ولایتي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر، محمد اکبر وویل: "په ۲۰۲۲ کال کې په بدخشان کې د شري ناروغۍ ډېرې پېښې وې، موږ نږدې ۸ زره او ۸۷ کسان لرل او له بده مرغه ۲۱ مړینې درلودې."

بل خوا د بدخشان د ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې په وروستیو میاشتو کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان د عامې روغتيا چارواکي په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ د کمښت لامل په دغه ولايت کې د شري ضد واکسين نه معرفي او د پوهاوي د کمپاين زياتوالى بولي./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcaaynuy49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته