دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 285109
د دفاع سرپرست وزیر د سیمې د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې:

اسلامي امارت د دوستانه اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا ته چمتو دی

اسلامي امارت د دوستانه اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا ته چمتو دی
تېره شپه د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د یو شمېر استازو او سفیرانو د کوربه توب پر مهال وویل چې اسلامي امارت د امنیت د تامین او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی ترڅو د جګړې د پیل او بشپړولو په موخه ترسره شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استازو د کوربه توب پر مهال له هغوی سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت چمتو دی چې په افغانستان کې د پروژو د تطبیق لپاره امنیت تامین کړي.

د ملي دفاع وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پرون (د دلوي ۱۰مه) په کابل کې د "افغانستان د سيمه ييزو نوښتونو لومړۍ غونډه" له برياليتوب وروسته؛ تېره شپه د افغانستان لپاره د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړي استازي او سفیران د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون درلود.

ویل کیږي چې په دغه میلمستیا کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین، پاکستان او ایران له استازو سره په جلا جلا توګه وکتل او د هیواد د پولو د ثبات او امنیت د ټینګښت او د متقابل احترام پر بنسټ د دوستانه اړیکو د ټینګښت په برخه کې یې د اسلامي امارت ژمنه څرګنده کړه. 

باید وویل شي، چې د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو نوښت تر سرلیک لاندې غونډه پرون په کابل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې ګډه غونډه کوي.
https://avapress.com/vdcawmnuo49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته