دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 285170
سیګار: ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې ۲.۹ میلیارده ډالر استولي دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر "سیګار" وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د اسلامي امارت له راستنېدو راهیسې، ملګرو ملتونو افغانستان ته له ۲،۹ میلیارده ډالرو ډېر مرستې لېږلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیګار په نوی راپور کې چې پرون چهارشنبه د جنورۍ ۳۱مه خپور شوی، ویل شوی چې له دې پیسو څخه ۲،۶ میلیارده ډالره د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوی دی. 
 
د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي ادارو او دفترونو دغه پیسې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې لګولي دي.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
سیګار موندلې چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نغدو پیسو لیږد هم د اسلامي امارت حکومت ته ګټه رسولې، ځکه چې ملګري ملتونه د خپلو فعالیتونو لپاره افغانۍ اسعارو ته اړتیا لري او د ډالرو په بدل کې یې تر لاسه کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان له مرکزي بانک څخه.
https://avapress.com/vdciywarut1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته