دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 269708
سیګار: په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې په موخه د ښځو له کار کولو منع کول یو خنډ دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) وايي، په غیردولتي موسسو کې د ښځو له کار کولو منع کول په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو د رسولو په بهیر کې یو «ناوړه خنډ» دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو د منفي پایلو خبرداری ورکړی دی.
 
سیګار ټینګار کړی، چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغان وګړي بیړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د ښځو پر کار د اسلامي امارت د محدودیتونو له امله د غیر دولتي موسسو مرستو رسولو مخه نیول شوې ده.
 
د شمېرو له مخې، په غیردولتي موسسو او بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، افغانستان ته تر ۷۰ سلنه ډېرې مرستې بندې شوې، چې د هېواد د زرګونو اړو کسانو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره نړیوال فشارونه اوج ته رسېدلي دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت دې پرېکړې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمن کړی او په هېواد کې یې د بې وزلۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
 
له بلې خوا، سیګار مخکې خبرداری ورکړی و، چې که په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، امریکا به په افغانستان کې خپلې ځینې مرستې او پروګرامونه بند کړي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلامي امارت په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار ممانعت د شرعي مصلحتونو پر بنسټ منلی او د دې اصلي لامل د مسلمانو ښځو د حجاب او عفت له نظره خوندي ساتل دي.
 
https://avapress.com/vdchvwni623n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته