دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 285179
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۶ زره ۹۰۰ تنو ته لوړ شو
د غزې د روغتیا وزارت د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې یرغلونو د شهیدانو شمیر ۲۶ زره نهه سوه او د زخمیانو شمیر ۶۵ زرو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین خبری سرچینو خبر ورکړی، چې صهیونیسټی نیواکګر رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۳۰ تنه شهیدان کړی دی.

دصهیونیسټ رژیم پوځیانو نن په لویدیځه غاړه کښې په قلقیلیه ښار حمله وکړه چې په ترڅ کښې یې ځوانو جنګیالیو له هغوی سره نښتې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په تیرو دریو میاشتو کښې د څه د پاسه ۹۰ زرو فلسطینیانو په شهادت او ژوبلیدو سره سره د صهیونیسټ رژیم مشران لا هم په غزې د حملې د بندولو لپاره نه دي مجبور شوي.
https://avapress.com/vdchqmniw23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته