افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس وایی، یوازې "ټېلر" موټرو ته له دې لارې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږی.
تر دې وړاندې د سالنګ لویه لار د چهارشنبې په ورځ مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د سخت توپان او واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
سالنګ د افغانستان یو له واورو لرونکو سیمو څخه دی چې د کابل-شمال لاره ترې تېرېږي.
سږ کال لویه لاره د سړې موسم په رارسیدو سره په پرله پسې ډول تړل کیږي.