دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 285735
د ۱۴۰۲ کال په جدی میاشت کې د نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، چې د روان کال په جدی میاشت کې یې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او څېړلي، چې په دې میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۹،۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۸۵.۴ میلیونه ډالره دی. په داسې حال کې چې د تېر کال په جدی مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٤٨،٧ ميليونه ډالرو ته رسېده؛ د شمېرو شننه د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د ۱۴۰۲ کال په جدی میاشت کې د هېواد په صادراتو کې ۱،۲ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (د دلوې ۲۳مه) د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام یې راټول او تحلیل کړي دي. د روان کال په جدی میاشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٤٩،٩ ميليونه ډالرو او د وارداتو ټول ارزښت ٧٨٥،٤ ميليونه ډالرو ته رسېږي. په داسې حال کې چې د تېر کال په جدی مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٤٨،٧ ميليونه ډالرو ته رسېده؛ د شمېرو شننه د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د ۱۴۰۲ کال په جدی میاشت کې د هېواد په صادراتو کې ۱،۲ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.

دغه رياست دغه راز زياته کړه چې په ١٤٠١ کال کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٦٨٦،٧ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و چې په روان کال کې ٩٨،٧ ميليونه ډالره زيات شوى دى.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، شمېرې ښيي چې د روان کال په مبارکه مياشت او تېر کال کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي وو.

دغه رياست وايي، چې د ١٣٩٢ لمريز کال په مبارکه مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چين او ايران او د روان کال په جدی مياشت کې له ايران، چين او پاکستان څخه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې صادراتو کې صادرات او بیا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصول او غیر محصول واردات شامل دي.
https://avapress.com/vdcfmtd0tw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته