افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست د سه شنبې په ورځ د وږي په ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه نشه يي توکي په تیرو څلورو میاشتو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نیول شوو نشه يي توکو په تړاو ۲۷۶ تنه نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د دولت اسلاميه هم وايي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید صفر ته رسېدلی دی.
په وروستي مورد کې د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له پخواني اجرایوي مشر پینو الارچي سره په لیدنه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه شوې او اوس په دې هېواد کې د تولید کچه صفر ته رسېدلې ده.