دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 286986
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۰۶۳۱ ته لوړ شو
د غزې د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونېسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمېر ۳۰ زره او ۶۳۱ کسانو ته رسېدلی او په دغه سیمه کښې د جنګ له شروع کېدو راهسې ۷۲ زره ۴۳ کسان ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په غزه کی د روغتیا وزارت هم خبر ورکړی، چی صهیونیسټی رژیم د دوشنبی په ورځ (حوت ۱۴) ۱۰ جنایتونه ترسره کړی، چی په پایله کی یی ۹۷ تنه شهیدان او ۱۲۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

له بلې خوا صهیونیسټو جنګیالیو نن سهار د غزې د تړانګې په مرکز کښې د النصرات په کمپ سختې بمبارۍ وکړې.

د غزې تړانګې په شمال کښې د المیادین خبریال هم خبر ورکړی چې صهیونیسټی رژیم د جبالیا په کمپ کښې د «الیفاویه» سیمه په نښه کړه چې له امله یې ۸ تنه شهیدان شول.

دغه راز دصهیونیسټ رژیم پوځیانو د نابلس په جنوب کښې په ال لابان ښارګوټی او په لویدیځه غاړه کښې په جیریحو کښې د عقبه جبر په کمپونو حملې وکړې .

صهیونیسټانو په دغه ښارګوټي کښې یو کور محاصره کړ چې وروسته د هغوي او د تکفیري ځوانانو ترمینځ وسله واله نښته وشوه .

د یادولو وړ ده چې په تیرو پنځو کلونو کښې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو په غزې تړانګې کښې څه دپاسه یولس زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړی دی .
https://avapress.com/vdcevp8wpjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته