افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افچین شرکت مشر او ورسره مل پلاوی د سه شنبې په ورځ (حوت ۱۵) د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې وویل چې په پام کې لری څو افغان انجنیران چین ته واستوی د روزنې او ظرفیت لوړولو لپاره.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کارونو کې د روڼتیا، د نفتو د معیاري فابریکې د جوړولو، د 2D او 3D سروې او د انګوت د ساحې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه ښاغلي دلاور د افغان کارکوونکو د استخدام په برخه کې وویل: که افغان متخصصین نه وي، یاد شرکت کولای شي د سیمې او یا هم د ګاونډیو هېوادونو د قوانینو له مخې د میاشتني معاش په ورکولو سره بهرني کسان وګماري.
په همدې حال کې د افچین شرکت رئیس د 2D او 3D سروې په اړه معلومات ورکړل او د پریزنټیشن په بڼه یې د شرکت د ۲۰۲۴ کال کاري پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.