دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 287210
ملګري ملتونه د د کډوالو چارو له وزارت سره د داخلي بې ځایه شویو په برخه کې همکاري کوي
د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مسؤلې ګلوریا لازیک سره وکتل او خپلو ولایتونو ته یې د داخلي بې ځایه شویو د لېږد په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد په مرکزي زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې  گلوریا لازیک سره وکتل او خپل اصلي ځای ته د داخلي بې ځایه شویو د انتقال په اړه یې خبرې وکړې. 

د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي راشد په دې ناسته کې وویل چې اوس په هېواد کې د لسګونو زرو داخلي بې ځایه شویو د لېږد لپاره زمینه برابره شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې مېرمن لازیک په هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو د لېږد په برخه کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcfyed0xw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته