دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 287310
سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، سویس له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی چې سویس د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

اوچا په ایکس پاڼه کې لیکلي چې سویس له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۹.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د
دا په داسې حال کې ده چې اوچا په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcgqu9xzak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته