د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه ۳۱ تنه د غلا او ځورونې په ګډون د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا، اختلاس، غیر قانوني وسلو د لرلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.