دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 287829
د تایلنډ سیلانیانو د پروان له لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، ۱۷ تنه تایلنډي سیلانیانو د لرغونو سیمو او طبیعي ځایونو د لیدلو په هدف دغه ولایت ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تایلینډي سیلانیانو د پروان د استوپه  له لرغونې سیمې څخه د لیدنې پر مهال په افغانستان کې له چمتو شوي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له نورو بهرنیو سیلانیانو څخه یې وغوښتل چې افغانستان ته په خوندي توګه سفر وکړي.
 
په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وياند په دې وروستيو وختو کې ويلي دي چې داسلامي امارت په وړاندې دنړۍ له منفي تبليغاتو سره سره په هېواد کې دسياستونو کچه کال په کال زياتيږي .
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال څه باندې پنځه زره بهرنيو سيلانيانو د هېواد له تاريخي سيمو څخه ليدنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcb5zb59rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته