افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د سلواغې ۶مه) په اکس پاڼه کې لیکلي، چې مستحقو بانکونو، د تبادلې له شرکتونو او د پیسو له خدماتو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.
مرکزي بانک زیاته کړه چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په ټاکلې موده کې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ثبات د ټينګښت په موخه ميليونونه ډالر د ليلام له لارې پلورلي وو.