دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 287863
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره او ۳۳۳ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۳۳۳ او د زخمیانو شمېر ۷۴ زره ۶۹۴ ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۳۳۳ او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۶۹۴ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې ۱۱ حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ کسان شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شول.

په عین حال کښې فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د څو استوګنیزو ودانیو په بمبارولو سره د صهیونیسټانو د جنایت په نتیجه کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴ تنو ته رسیدلی او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjmae8tuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته