دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 287978
واوره او باران د څلورو کسانو د وژل کیدو او په هیواد کې د یو شمیر لارو د بندیدو لامل شوی دی
د فواید عامې وزارت وايي، په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د واورې ورښت او بارانونو او سېلابونو یو شمېر ترانسپورتي لارې تړلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (حمل ۸) د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د ترانسپورتي لارو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د هېواد په شمال کې په بلخ ولایت کې د سېلابونو له امله د مزارشریف او چهارکوټ ولسوالۍ ترمنځ لاره تړل شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې سېلاب د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ پر سړک یو پلچک نړولی او دغه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د فواید عامې وزارت هم ویلي، چې د کوتل قوناق لاره، چې بامیان او دایکندي ولایتونه سره نښلوي، د واورې د ورښت له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوي دي.

دغه وزارت وايي چې د دغو لارو د خلاصولو هڅې روانې دي.

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د باران او واورو شاهدان دي.

بل خوا په فاریاب ولایت کې هم د سېلابونو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

په بادغیس ولایت کې د یوه کور د دیوال نړېدو او سیلابونو دوه تنه وژلي دي.

د يادو ولايتونو د چارواکو په وينا، سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو تر څنګ د دې دوو ولايتونو د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.

ځايي چارواکو زياته کړې، چې د کرنيزو ځمکو، د استوګنې د کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو ويجاړېدل د سېلابونو له امله يو له مهمو زيانونو څخه دي، چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdcguu9x7ak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته