دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 288275
په غور ولایت کې د غره ښویېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي
د غور ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې له غره څخه د یوې ډبرې د ښویېدو له امله د درې ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، تېره شپه د قرنج په ولسوالۍ کې له غره څخه د یوې ډبرې د ښویېدو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د دغې کورنۍ ۵ غړی وژل شوی دی. 

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدری وايي، د پېښې د څېړلو او د کورنیو د ستونزو د هواري لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.
https://avapress.com/vdchq6nim23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته