دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 288303
د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغان بندیان خوشې شول
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د حکومت قونسل جنرال وايي، د دغه هېواد د سند ایالت له زندانونو ۵۴ افغان بندیان خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کراچۍ کې د سرپرست حکومت د قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري په ایکس کې خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې دغه کسان پرون (چهارشنبه، ۱۵حمل) خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
 
په کراچۍ کې د اسلامي امارت د حکومت د قونسلګرۍ مشر زیاتوي چې په خوشې شویو کسانو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي.
 
نوموړي په دې اړه جزئيات ورنه کړل، چې دغه کسان په کوم جرم او په څومره موده کې په پاکستان کې بنديان وو.
 
عبدالجبار تخاري وايي چې تر دې دمه د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څلور زره او ۱۱۱ افغان بندیان خوشي شوي دي.
 
په همدې حال کې د تېر کال په دويمه نيمايي کې پاکستان له افغانستان څخه د اسنادو پرته د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ پيل کړه او د دغه بهير په ترڅ کې د دغه هېواد د پوليسو له خوا د زيات شمېر کډوالو د نيولو راپورونه خپاره شول.
https://avapress.com/vdcjyoe8tuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته