دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 288617
حکومت به د هندوانو او سکهانو ټولې ځمکې او جايدادونه بېرته هغوی ته ورکوي
په دوحه کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر ویلي چې هندوان او سکهان د افغانستان په اقتصاد کې تاریخي رول لري او ویلي یې دي چې اسلامي امارت به د دوی ټولې ځمکې او جایدادونه چې د تېر حکومت پر مهال غصب شوي بېرته ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ د حمل ۲۲، وویل چې د عدلیې وزارت په مشرۍ یو کمیسیون په دې اړه جوړ شوی دی. 
 
هغه څرګنده کړه چې هندوانو او سکانو د افغانستان په اقتصاد کې تاریخي رول لوبولی دی.
 
دغې رسنۍ د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي دا اقدام د هند پر وړاندې د طالبانو له لوري یو مثبت اقدام وي.
 
د اسلامي امارت په جوړیدو سره د هندوانو او سکانو زیات شمیر هیواد پریښودو او نړیوالو سازمانونو د مذهبي او قومي اقلیتونو وضعیت د اندیښنې وړ وباله.
https://avapress.com/vdchz6niq23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته