افغان غږ خبری آژانس - هرات: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: دغه ماشوم ۹ ورځې وړاندې د هرات له اوومې ناحیې څخه د دوو ښځو له خوا وتښتول شو.
خو د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پوليسو د هلو ځلو په پايله کې دغه ماشومه د تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه او د دې پېښې په تړاو د عامه امنيت د پوليسو له خوا دوه ښځينه تښتوونکي ونيول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د والي په خبره، په دغه ولايت او په ځانګړې توګه په هرات ښار کې د امنيتي ځواکونو د مثبتو کړنو په پايله کې ناامني او سړي تښتونې په عملي توګه له منځه تللې او د پانګونې لپاره زمينه برابره شوې ده.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي دا هم وايي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې ۱۱۲۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي، چې په کې د موبایل ټیلیفونونو، وسایطو غلا، رشوت، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.