دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 288635
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيا د ملتونو په جام کې يوه بله لوبه مساوي کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چې په تايلند کې د فوټسال په څلور اړخيزه سياليو کې له ګډون وروسته د اسيا د فوټسال له سترو هېوادونو سره يو شمېر دوستانه سيالۍ ترسره کړې، دا ځل په يوه بله دوستانه لوبه کې د چين له ملي لوبډلې سره لوبه ۲-۲ مساوي کړه.
افغان غږ خبری آژانس: په دې لوبه کې، چې نن له غرمې مخکې په تایلنډ کې ترسره شوه، د هېواد د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، حسین محمدي د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.

  دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په یوه بله دوستانه لوبه کې د سعودي عربستان د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۲۳ ګولونو ماتې ورکړه.

  دا دوستانه لوبې به د سږ کال اسیایي فوټسال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د څلور اړخیزو سیالیو د درجه بندۍ په سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه او درېیم مقام ته ورسېد.
افغانستان له ایران، کویټ او بحرین سره د اسیا د فوټسال جام په څلورم ګروپ کې ځای لري.
https://avapress.com/vdchx6nim23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته