دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 288637
په جمهوري نظام کې د ځمکې تر ټولو لوړه اندازه غصب شوې
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست په خپله نوې وینا کې وویل چې موږ د جمهوري ریاست په دوره کې په افغانستان کې د ځمکو د غصب تر ټولو لوړه کچه لیدلې او خبرداری یې ورکړ چې دا وزارت به د ټولو ځمکو د غاصبینو پسې ګرځي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت له خوا په اکس پاڼه کې د مولوی عبدالحکیم شرعی په نویو څرګندونو کې چې خپور شوی، وایی: هر څوک تاییدوی چې په افغانستان کې د ځمکو غصب شوی، خو څوک نه وایی چې دا د چا له خوا غصب شوی دی.

هغه د دې په څرګندولو سره چې د ځمکې هېڅ غاصب نه غواړي په دې نوم معرفي شي، وويل: هر جهادي مشر، د تېر حکومت چارواکي او قومي مشران چې دې وزارت ته متوجه دي، وايي چې موږ ته غاصبين مه وايئ او مه سپکاوى کوئ. "
 
خو د عدليې سرپرست وزير د جهادي مشرانو او قومي مخورو په ګډون د تېر حکومت چارواکي د ځمکو په غصب تورنوي او وايي چې د تېر حکومت يو شمېر مشران هم د ځمکو په غصب تورن دي.

په ورته وخت کې اسلامي امارت د رهبري هیئت د فرمان په اساس د عدلیې وزارت د سرپرست عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په نوم یو کمیسیون جوړ کړی دی.
 
په دې وروستیو کې دغه کمیسیون د اسلامي امارت د رهبرۍ او همدارنګه د عدلیې وزارت په حکم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اړ کړ چې د دفاع وزارت اړوند ځمکې او دولتي ملکیتونه بیرته واخلي. 
 
د عدلیې وزارت چارواکو تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې له یو نیم میلیون جریبه ډېرې غصب شوې ځمکې بېرته نیول شوې دي.
https://avapress.com/vdcjtoe8auqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته