دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 288661
کابل کې ۸۰ زره امنیتي کامري نصب شوي
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په کابل ښار کې تر ۸۰ زره ډېرې امنیتي کمرې نصب شوي او د دغو کمرو په وسیله توانېدلي چې د ډېرو جنايي پېښو مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي: هڅه کوو چې د دغه کمرو د نصب لړۍ په پلازمینه او د هیواد په نورو ولایتونو کې هم پراخه کړو.
 
د کابل په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۸۰ زره امنیتي کامرې نصب شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، په کابل ښار کې تر ٨٠زره زياتې امنيتي کمرې په تقاطع، مصروفي او مهمو نقطو کې نصب شوي دي.
 
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت احصایې ورکړې وې چې په کابل ښار کې یې تر ۶۲ زره ډېرې امنیتي کمرې نصب کړي دي.
 
ښاغلي قانع تر دې مخکې ویلي وو چې د کابل او نورو ځایونو په مهمو ځایونو کې د کمرو نصبول د افغانستان د څلور کلنې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده.
https://avapress.com/vdcg379xqak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته