افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا د پنجشیر په عنابه، دره او حصه اول ولسوالیو کې سیلابونو سخت مالي زیانونه اړولي دي.
د دې ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محب الله جاهد وايي، چې د سېلابونو له امله په دره ولسوالۍ کې د استوګنې درې کورونه ويجاړ شوي او په عناب کې يو کليوالي سړک هم تړل شوى دى.
بل خوا د ارزوګان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر وايي، په ترينکوټ ښار کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي، سلګونه کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.
بلخوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو له امله د مالي زيانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.